ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د تهران د نهممې منطقې نوي شهردار محمد رحیم مرتضوي د پلازمینې دلویدیځي برخې د کلتوري قطب په توګه د آزادۍ چوک یا هماغه میداان آزادي کې د مناسبتي پروګرامونو په اجرا باندې په ټينګار سره ووئيل،د امام حسن د پيروکارو لومړنۍ او ترټولو لویه اجتماع به د هیواد په سویه د صفرې د میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې د اهل بیت علیهم السلام د عزادارۍ او فضایلو په عنوان سره د نورو مذهبی اورګانونو،خدمت کونکو اورګانونو په ملګرتیا اود حکومتي او ښاروالیو د لوړپوړو چارواکو په شتون او د نهمې منطقې دښاروالۍ په کوربتوب سره ترسره شي.
مرتضوي دنورو ښاروالیو د ګډون په باب هم ووئيل ،د تهران د پنځمې ،دومې ،لسمې ،اولسمې ،اتلسمې او یویشتمې منطقې پشمول د شاوخوا سیمې به هم د پروګرام په لاولولناک ا پرتم سره داجرا په خاطر ګډون وکړي.
هغه په دوام کې دآزادۍ چوک په شاوخوا کې دکلتوري موکبونو جوړیدا ته په اشارې سره هم ووئيل، مذهبی موکبونه ،دسلامتیا سټالونه،دخوراک څښاک ، دماشومانو اوهلکانود روزنې او لوبو او مشورو موکبونو جوړیدا داسې پروګرامونه دي چې د آیت الله سعیدي او د آزادۍ روډ پشمول آزادۍ چوک ته رسیدونکو په ټولو سړکونو کې دعزادارو دخدمت لپاره ترسره کیږی.
باید ووئيل شي چې د امام حسن(ع) دمینه والو لویه اجتماع ، مهر میاشتې په لومړۍ ورځ مازدیګر له څلورو بجو په آزادۍ چوک کې د نړیوالو مداحانو اوذاکرانو په شتون سره ترسره کیږي.